مهم معلومات
د .....................سره د les Missions locales سره
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
یوه دنده یا روزنه ومومئ
ځایی ماموریتونو مرکز لاندې خدمات لري:
- یو همکار چې دندې ته ستاسو په چمتوالي او دندې پیداکولو کې ستاسو ملاتړ کوي
- ستاسو د لارښوونې او روزنې په اړه مشورې
- ستاسو د ورځني ژوند لپاره ارزښتناکې مرستې
ځایی ماموریتونه، د دولت او ټولنیز همکاران، په فرانسه کې هرچیرې دي: حتما یوله دغو ادارو څخه تاسو ته نږدې شتون لري!
>>> د اړونده ادارو او خدماتو موندلو لپاره: دلته کلیک وکړئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
په ځای ماموریت کې به تاسو د دندې ډیری وړاندیزونه ومومئ. همدارنګه تاسو به مشوري، سرپرستان سړي او میرمني هم ومومئ. او مشاورین کارکونکي د مرکز به له تاسو سره ستاسو د CV په جوړولو کې مرسته وکړي او د کار مندني لپاره د مرکو اماده ګي او تمرین کې مرسته ترلاسه کړئ.
له ځانه سمې پوښتنې کول د ښه لید لوري په طرف لومړی ګام دی. ځایی ماموریتونه ددې لپاره شتون لري ترڅو تاسو سره د هغه سکتور او بخش په موندلو کې مرسته وکړي چې تاسو سره مناسب وي:
- په شرکتونو کې د شمولیت یا روزني دورې په ترسره کولو سره د سوداګرۍ په اړه معلومات او ځان خبرول
- د مناسبي روزني موندل او مالي تمویل ترلاسه کول څو ددې روزني په ترسره کولو سره کارې بازار ته لار ومومئ.
ډیری خنډونه کولی شي موږ دندې ته د لاسرسي مخه ونیسي، ځایی ماموریتونه د ځوانانو سره د ژوند په نورو برخو کې هم مرسته کوي، چي په لاندې ډول دي :
- د موټر چلولو جواز ته لاسرسی ،
- د هستوګنې موندل ،
- د ځان خیال ساتنه،
- له قانوني مراجعو سره ددوې ادارې وضعیت تنظیم کول...
د ټولو اړونده پوښتنو په اړه تاسو کولای شئ په خپل ځای ماموریت کې مشوره او مرسته ومومئ. پرته له دې چې انتظار وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
ځایی ماموریت په مدني یا ټولنیز خدمت کې داوطلبانو ته د دوی په مرکزونو کې ښه راغلاست وايي، او ځوانانو ته په ټولنو یا اسوسیشنونو کې د داوطلبانو په توګه لارښوونه او ورمعرفي کوي.
ځوانان چې د ځایی ماموریتونو لخوا ملاتړ کیږي کولی شي د ځایی ماموریتونو له همکارو ټولنو یا اسوسیشنونو سره رضاکار شي.
15 مرسته کونکي فعالیت کوي














